ایکنا خبری آژانس راپور ورکوي ،په قرآن کریم کې په رعد سورې کې په شپاړسم آیت کې وئيل شوي دي ،؛ قُلْ مَنْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ قُلْ أَفَاتَّخَذْتُمْ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ لَا يَمْلِكُونَ لِأَنْفُسِهِمْ نَفْعًا وَلَا ضَرًّا قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ أَمْ جَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ خَلَقُوا كَخَلْقِهِ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَيْهِمْ قُلِ اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ».
دا د قرآن کریم تر ټولوغوره توحیدي آیت دی . په دغه آیت کې د خداوندمتعال او انسانانو د سرپرستۍپه باب پوښتنې شوي دي .په پيل کې پوښتنه شوې ده ،د آسمان او مځکې پروردګار څوک دی ؟ په ځواب کې ئې وئيل شوي دي ، ؛خداي ؛ او بیا پوښتنه شوې ده ،ولې داسې کسان سرپرست ټاکل کیږي، چې پخپل ګټې او تاوان نه پوهیږي .::
په دغه آیت کې خداوندمتعال دمنلو په اړه خبره نه، بلکې دخداي په ؛ربوبیّت؛ یعني د دنیا د کنټرولنې او روزنې خبره ده . دلته ډير مهم ټکی دی ، فرعون نه وئيل چې ،زه الله یم ، بلکې وئيل ئې چې ؛ انا ربکم الاعلی»(نازعات/ 24 ) یعني زه د دنیا کنټرولونکی یم ، نه پنځونکی . د قرآن مجید د زمر سورې په دریم آیت کې راغلي دي ؛ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَی ،یعني که بت پرستو د بتانو عبادت کولئ، نو په دې وجه دی چې دوي الله تعالی ته وسیږي ،نو په همدې وجه ئې مشرکان ګڼو، ځکه چې دوي له خداي سره شریک ټاکلی دی . البته چا چې منلې ده ،خداي ئې سرپرست جوړ شي ، د خبرو تر حده نه ،بلکې په عمل کې د دوي کردار الهي کردار ووسي او په همدغه معیار د دوي اخلاق هم وي او دخداي په لاره ګامونه پورته کړي او پرې تلپاتې ووسي .نو ځکه په دغه آیت کې داسې پوښتنه کیږي ، چې انسان خپله لاره پخپله وټاکي او په سمه لاره لاړ شي یا کږه لاره خوښه کړي ؟ یو بینا او هوښیار جوړ شي او که نابینا او غفلت کونکی ؛؟